Banner

ته خو بيا هم غير حاضر شه کنه/ اديب

13.03.2010 19:14

نه مې غوښتل چې په تروشه ټنډه ورسره مخ شم خو کله چې پرون د خپل کور لخوا زمونږ د کور په ديواله را وختله او زما سترګې په ولږيدې نو هغه سره ګلابي شونډه يې د خپلو سپينو غاښونو په منځ کې ونيوله او په ګوته يې راته داسې اشاره وکړه چې اوس به دې خوښه شم.
ددې بې شرمې د ګوتې څنډيدو سره زه هم د کوټې په لور روان شوم چې را نارې يې کړي.
دې حرامې ته مو لږ نصيحت وکړې کنه خداې دې درباندې ودره وي
زه هم حيران ودريدم خو مور مې چې د پردی ګيلې نه به يې ډيره بده منله ددې اواز د اوريدو سره سمه راووتله او ورته يې اوويل څه خبره ده لورې؟
سلګې ورته اوويل دې زوئ ته دې ګوره کنه پرون ما د چينې نه ګړی را ډکاوو دی د کلي د نورو لوپرانو سره روان و او زه يې ناخوشکا ځورولم. ددې خبرې په اوريدو سره مې مور سمه په غصه شوه څه چې په مخ ورځې په ما يې راشړي. زه چې هر څو ورته وايم چې دا دروغ وايي دا بې شرفه خو مور مې زما خبرو ته کله غوږ ګدي.
ډير په غصه شولم صبا چې کله له سلګې سره مخ شولم په ډيره ترشه ټنډه مې ترې وپوښتل چې ولې دې داسې وکړل او ما ته کله ځورولې يې؟
ويل ښه مې وکړل تا ولې راسره هغه تيره ورځ وعده وکړه او را نه غلې.

ښه شولې؟ ته خو بيا هم غير حاضر شه کنه.....

عزت الله اديب

 

تکل پردیس کویت 23.04.2011 20:46

یا ره اول سلام <br /><br />باور وکړه په ویلو ارزی کوردی ودان

حبيب الله جلالي 08.04.2010 19:00

ډيره خوندوره قيصه وه الله دي داسي مور هرچاته ورکي ځکه چي که مورهغه نه واي دبوالي نوکله يي ګيله ورته کوالي شواي اوچي ګيله يي ورته وکړه ٠٠٠٠نوديوخوا ګيله بل خواديدانونه

عبدالصمد خان 14.03.2010 09:58

ستاسو ددي ښايسته کيسي څخه ډيره زياته مننه

خالد 13.03.2010 23:50

ډیرښه یی کړیدی هغی ګوره څومره انتظارکړی وی<br />اوبایدتردی یی هم ډیرڅه پوری ویلی وای<br />ناځوانی موورسره کړیده

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.